د بهرنیو چارو وزارت ویاند پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ د ترينګلتيا په تړاو څرګندونې کړې او ویلي یې دي، چې یاد هېواد کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ ترينگلتيا د اندېښنې وړ کچې ته رسیدلې او دوام يې په سيمه منفي اغېز لرلای شي. نوموړي زیاته کړې، د ولس د مشروع غوښتنو پر وړاندې ترټولو ښه لاره مذاکره او تفاهم دی او وروستيو پېښو ثابته کړې چې له مذاکراتو انکار، مسلې لا پېچلې کوي. دغه راز نوموړي ویلي، چې دوی د پاکستان وضعیت له نږدې څاري او هیله یې ښودلې چې د پاکستان حکومت او تاثيرګذاره ادارې له زياتېدونکې نارضايتۍ سره معقول او واقعبین چلن وکړي.