د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د روان میلادي کال له پیله یې تراوسه په افغانستان کې له نږدې څلور میلیونه کسانو سره نغدي مرسته کړې او له دې ډلې نیمایي مېرمنې دي. دغه پروګرام پرون په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا ډول مرستې ښځو ته دا توان ورکوي چې د خپلې کورنۍ د غړو اړتیاوې تر یوه بریده پوره کړي. د خوړو نړیوال پروګرام په داسې وخت کې له نږدې څلور میلیونه افغانانو سره د مرستې خبر ورکوي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي چې سږ کال په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر څه باندې ۲۳ میلیونو ته رسېدلی چې بشري مرستو ته اړتیا لري.