د ترکیې د روغتیا وزارت چارواکي وایي چې دوی د کرونا ویروس د پراختیا مخه نیسي او تازه په دغه هېواد کې ۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې سره په ترکیه کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی. ترکیه وایي تر ډېره دغه کسان له اروپا او امریکا ترکیې ته تللي دي. ترکي چارواکو ددغه ویروس د پراختیا پر وړاندې د جدي اقداماتو خبر ورکړی دی. ترکیې همدا راز لسګونه هغه کسان هم قرنطین کړي چې تازه له سعودي عربستان د عمرې له ترسره کولو وروسته ترکیې ته تللي دي. بلخوا عربي رسنۍ هم وایي چې په عربي ملکونو کې د کرونا د پراختیا د مخنیوي لپاره جدي اقدامات په پام کې دي او لوړه سلنه کارونه او دندې له کورونو په انلاین بڼه ترسره کېږي.