افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما په هرات ولایت کې د تېر کال د زلزلې څخه د یو کال پوره کیدو په مناسبت ویلي چې که څه هم زلزله ځپلو سره ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ادرو مرستې کړي، خو لا هم زیات شمېر کسان مرستو ته اړتیا لري ځکه چې د دغه ناروین وروسته هغوی ډیر زیان منوونکي شوي دي. یومانا پر ټویټر پاڼه مصیب ځپلو افغانانو ته د زیات ملاتړ د برابرولو غوښتنه کړې ده. په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې “یونیسف” هم د هرات ولایت د تیرکال د زلزلو ځپلو په اړه په یو راپور کې د دغه ولایت په زلزلو کې ماشومانو ته د زیات ملاتړ د برابرولو غوښتنه کړې ده. یونیسف په دې راپور کې ویلي چې د هرات د تېر کال د زلزلې وروسته زلزله ځپلو ټولنو کې د دغه ناورین څخه د بېرته ښه کېدو نښې لیدل کیږي.