د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د شدید باران، تالندې برېښنا، نسبتاً تېزو بادونو او سیلابونو راوتلو اټکل شوی دی. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نن د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو راوتلو اټکل شوی دی. په دغو ولایتونو کې، بدخشان، نورستان، تخار، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بغلان، کندوز، سمنګان، پروان، بامیان، میدان وردګ او غزني شامل دي.