د لوګر د ترافیکو مدیریت مسوولین وایي، چې د لوګر – پکتیا لویه لار اړوند تیرې سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ترافیکو مدیریت ویاند ګل محمد همت وویل؛ یاده پېښه د یو سراچه ډوله او کاسټر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا دغه پېښه کې یوه ښځه مړه شوې او ۱۱ تنه نور ټپیان دي. د ویلو وړ ده، چې په دې وروستیو کې لوګر ولایت کې ترافیکي پېښې زیاتي شوې دي، چې لوی لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي ده.