د بښنې نړۍوال سازمان په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د لږکیو د حقونو غوښتنه کوي او د پښتنو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي پر ضد د غږ پورته کولو په موخه جوړ شوی دی. دغه سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې پر دغه غورځنګ لګولی بندیز دې ژر لري کړي او د بشري حقونو پر فعالانو دې دا ډول بندیزونه نه لګوي. د پاکستان حکومت وایي، د پښتون ژغورنې غورځنګ یې د منع شويو سازمانونو په لېست کې شامل کړی او په هېواد کې یې پر فعالیتونو بندیز لګولی. د حکومت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه غورځنګ فعالیتونه په پاکستان کې د سولې او امنیت پر ضد دي.