د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا کوټ د بیارغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د یاد ولایت د برېښنا امر ویلي، چې د نورستان برېښنا کوټ د بیا رغولو چارې چې اوسمهال د یو میګاواټ برېښنا د تولید وړتیا لري بشپړې شوې، چې پارون ښار پر دولتي ادارو سربېره د دغه ښار۳۰۰ کورنۍ هم له ۲۴ ساعته برېښنا څخه برخمنې شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې پر دغه پروژه ۹ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د دوو میاشتو په موده کې یې چارې بشپړې شوې دي. ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو دوی ته د برېښنا له برابرېدو خوښ دي.