د سرپرست حکومت د ریاست الوزراء د دفتر رییس د کانونو په برخه کې د یو شمېر ترکي خصوصي شرکتونو له مسوولینو او د استانبول (جراح پاشا) پوهنتون استادانو سره کتلي دي. ترکي خصوصي شرکتونه چې د کانونو په برخه کې فعالیت لري، لېواله دي د سرپرست حکومت اړوندو ادارو په همکارۍ د افغانستان د کانونو د څېړنې، پلټنې او ایستنې په برخو کې پانګونه وکړي. اخوا د ریاست الوزرا د دفتر رییس هم له ترکي خصوصي شرکتونو سره د پانګونې په برخو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.