د زابل ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د مالوماتو له مخې دغه شبکه د یونسیار نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ د ۶ میلیونه ۶۱۲ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې او ۴۸ کورنیو ته یې د څښاک اوبه برابرې کړې دي. د مسوولینو په خبره د یادې شبکې چارې د ۸ میاشتو په موده کې بشپړې شوې او دغه راز د سیمې لسګونه کسانو ته پکې د کار زمینه برابرې شوې وه. ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو د یادې شبکې په جوړېدو خوښي څرګنده کړې او په راتلوونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه هم کړې ده.