اوکرایني پوځیانو خبر ورکړی، چې د روسیې په جنوب کې یې د کراسندار په سیمه کې د سلګونو بېپيلوټه الوتکو زېرمه لهمنځه وړې ده. اوکرایني چارواکو ویلي، چې د دوی ځواکونو د اوکتیابرسکي سیمې ته څېرمه د شاهد په نوم د ډرون د ذخیره کولو پر اډه برید کړی چې، هلته شاوخوا څلور سوه بېپيلوټه الوتکې ساتل شوې وې. د چارواکو په خبره دغه برید د سمندري او امنیتي خدماتو د ځواکونو له لوري په ګډه د کراسندار ښار په شمال کې د اوکتیا برسکي ښارګوټې ته نژدې ترسره شوی. روسیي رسنیو بیا د دې برید په اړه تر اوسه څه نهدي ویلي.