رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ټلیفوني خبرې کړې دي. رویټرز د سپینې ماڼۍ د ویاندې په حواله ویلي، چې که څه هم بایډن او نتنیاهو پر ځینو موضوعاتو اختلاف لري خو دغه خبرې یې ګټورې وې. د اسراییل د دفاع وزیر پر ایران د برید خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د اسراییل بریدونه به مرګوني او مشخص ځایونه په نښه کړي.