د جرمني د کورنیو چارو وزیرې ویلي، چې هېواد یې د ( مجرمو افغان ) پناهغوښتونکو د اېستلو بهیر ته دوام ورکوي او ډېر ژر به نور کسان هم وباسي. نانسي فیزر دا څرګندونې پرون د دغه هېواد په پارلمان کې کړې دي. نوموړې ټينګار کړی چې مجرم پناهغوښتونکي په جرمني کې ځای نه لري او هرو مرو به ایستل کېږي. د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد ایالتونه د مجرمو پناهغوښتونکو د نوملړ د چمتو کولو په حال کې دي او د هغوی د دوسیو له څېړلو وروسته اېستل کیږي. د هغو پناهغوښتونکو د ایستلو بهیر چې د جرمني حکومت په خبره په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري یا له هغو ملاتړ کوي، په دغه هېواد کې له څو امنیتي پېښو وروسته زور اخیستی دی.