د فراه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږکال په دغه ولایت کې پر ۷۵۰۱.۲ هکتاره ځمکه انارکرل شوي، چې د تېرکال په پرتله یې حاصلات زیات شوي دي. د فراه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې له یادې ځمکې څخه به ۱۸.۵ ټنه حاصلات ترلاسه شي، چې په ټوله کې ۱۳۸ زره ۷۷۲ ټنه اټکل شوي دي. دغه راز په دې ولایت کې یو شمېر بڼوالو د انارو له سږنیو حاصلاتو څخه خوښ دي او د سرپرست حکومت له ځايي مسوولینو څخه د انارو د نورو بڼونو او کرنیزو ځمکو د لا غوره خړوبولو لپاره د بخش آباد بند د ژرترژره رغولو او کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندې غوښتنه کوي.