د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د فاریاب ولایت د طوطي میدان د ګازو د اېستلو تړون له یو ازبکستاني شرکت سره د لسو کالو لپاره لاسلیک شوی دی. د دې تړون له مخې، قراردادي شرکت به په لومړي کال کې سل مېلیونه ډالره پانګونه کوي. دا تړون نن د کانونو او پټرولیم وزارت او یوه ازبکستاني شرکت تر منځ لاسلیک شوی دی. د تړون له مخې، له اېستل شویو ګازو څخه په لومړیو دوو کالو کې د ۱۰۰ مېګا واټه ګازي برېښنا تولید هم شامل دی. د فاریاب ولایت د طوطي میدان ګازو زېرمې شاوخوا اووه زره کیلومټره مربع مساحت لري، چې په استخراج سره به یې تر ډېره په کور دننه کې د ګازو اړتیاوې پوره او ډېرو کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار کولو زمینه برابره شي.