د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې ته په خپل کور کې یوازې په یوې پاڼۍ کې د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه. په دې لوبه پچه پاکستانۍ لوبډلې وګټله، لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د شان مسعود ۱۱۵، عبدالله ۱۰۲، سلمان اغا ۱۰۴، صعود شکیل ۸۲ او بابر اعظم ۳۰ منډو پر مټ ۵۵۶ منډې وکړې او له لوبغالي بهر شول. د ټاکل شویو منډو په ځواب انګلنډۍ لوبډلې یوازې د لوبې په یوه پاڼۍ کې د ۱۵۰ اورونو په لوبولو او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۲۳ منډې جوړې کړې او ځان یې مخکې کړ. په توپوهنه کې د نوموړې لوبډلې په ګټه هېري بروک ۳۱۷، جوی رووټ ۲۶۲، زېک کوېلي ۷۸ او بین ډوکېټ ۸۴ منډې وکړې او لوبډله یې تر بري ورسوله. پاکستانۍ لوبډلې بیا په دویمه پاڼۍ کې ۵۴.۵ اورونه ولوبول او د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره یې یوازې ۲۲۰ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.