د کابل د عامه کتابتون مسوولینو خبر ورکړی، چې دغه کتابتون ته د ورتلونکو کسانو شمېر د پام وړ زیات شوی دی. د مسوولینو په خبره کابو درې کاله وړاندې دلته د راتلونکو کسانو شمېر کم و، خو اوس له ۸۰۰ څخه ۱۵۰۰ کسانو پورې لوړ شوی دی. د کابل د عامه کتابتون مسوولین وایي، دوی هڅه کوي چې د بېلابېلو پروگرامونو له لارې په ټولنه کې د کتاب لوستنې فرهنګ دود کړي. د مسوولینو په خبره د سرپرست حکومت په راتگ سره د عامه کتابتونونو د ریاست په چارو کې مثبت بدلونونه راغلي او دا چاره لامل شوې چې د دغه کتابتون په مراجعینو کې زیاتوالی راشي.