د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه هېواد به د روانې زېږیزې میاشتې په ۱۵مه او ۱۶مه د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۳مې سرمشریزې کوربه وي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه سرمشریزه کې به د چین، روسیې، بیلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، ازبکستان او تاجکستان لومړي وزیران، د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال او د هند بهرنیو چارو وزیر ګډون وکړي. خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سرمشریزه کې به د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر د ځانګړي مېلمه او د منګولیا لومړی وزیر د ناظر ګډونوال په توګه ګډون وکړي. د شانګهای همکاریو سازمان دغه سرمشریزه کې به د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او کلتوري همکاریو په اړه هر اړخیز بحثونه وشي.