د امریکا پولیسو اعلان کړی چې د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو پر جمهوري غوښتونکي نوماند، ډونالډ ټرمپ یې د درېیم احتمالي برید مخنیوی هم کړی دی. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، پولیسو تېره ورځ په کلفورنیا کې د ټرمپ ټاکنیز کمپاین ته نږدې، یو ۴۹ کلن کس د جعلي اسنادو او د وسلې د جواز په درلودلو سره نیولی چې ښايي پر ټرمپ یې د برید اراده درلوده.