د بشري حقونو یوه ایراني سازمان راپور ورکړی چې ایراني پوله ساتو ځواکونو پر هغو افغان کډوالو چې غوښتل یې دغه هېواد ته واوړي ډزې کړي چې له امله یې ۲۶۰ کسان وژل شوي دي. د حال وش په نوم سازمان دغه راپور د دوو افغانانو له قوله ورکړی چې د خپلو هېوادوالو د وژل کېدو پېښه یې په کلګان سرحدي سیمه کې پخپلو سترګو لیدلې ده. د ایراني پوله ساتو ځواکونو دغه عمل په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د دغې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.