رویټرز خبري اژانس د شمالي کوریا د رسنیو له قوله راپور ورکړی چې په تېره یوه اونۍ کې شاوخوا ۱ اعشاریه ۴ میلیون ځوانانو پوځ کې نوملیکنه کړې او یا پوځ ته راستانه شوي دي. راپور زیاتوي چې دغو ځوانانو وروسته له هغې پوځ کې د شاملېدو نوملیکنه کړې چې په کوریا ټاپو وزمه کې د ترینګلتیاو د زیاتېدو اندېښنې پیدا شوې دي.