د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ترکیې، یمن، او اندونیزیا له علماوو او ځینو پانګوالو جوړ پلاوي سره کتلي دي. د کانونو او پټرولیم وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، نوموړو علماوو په افغانستان کې، په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې، له لاستهراوړنو ستاینه کړې او پانګوالو په افغانستان کې د مرمرو او زمردو پر کانونو د پانګونې غوښتنه کړې ده. د کانونو سرپرست وزیر په دغې کتنه کې ویلي چې، سرپرست حکومتد کورنۍ او بهرنۍ پانګوالې د جذب لپاره، له پانګوالو سره قانوني همکاریو ته چمتو دی.