د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د روان کال له پیله تر دې دمه د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا ۳۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۲۶ بېلابېلې پروژې منظورې شوې. یاد معاونیت زیاتوي، چې دغه پروژې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر کار لاندې دي. دې پروژو کې لویې لارې، ښاري سړکونه، بندونه او کانالونه، د برېښنا تولیدي شبکو پراختیا، روغتيایي مرکزونه، هوایي ډګرونه او رېل پټلۍ پروژې شاملې دي. دغه راز دغو پروژو کې مخابراتي او انټرنیټي خدمات، د اوبو رسولو شبکې، استنادي دېوالونه، کرنیزو ځمکو پراختیا او د تحصیلي بنسټونو پراختیا نورې هغه پروژې دي چې روان کال منظورې شوې دي. د اقتصادي معاونیت په خبره، چې دا ټولې پروژې د سرپرست حکومت له پراختیايي بودجې تمولېږي.