د قطر د نړۍوالو همکاریو وزیرې لولوه الخاطر د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي اندرو مککابري سره په لندن کې د بشري مرستو د نړیوال فورم په څنډه کې کتلي دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې دوی د افغانستان د بشري وضعیت په ځانګړي ډول د روغتیا او پوهنې په اړه خبرې کړې دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو لورو په افغانستان کې د بشري او پرمختیايي پروژو په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه هم خبرې وکړې.