د بغلان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د څه باندې ۱۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷۶ ټولګټو پروژو د پلې کېدو خبر ورکړی دی. د بغلان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست د انجنیرۍ برخې مسوول انجنیر وسیم رشیدي ویلي، چې د دغه پلې شویو پروژو له جملې څخه ۱۳ پروژې د مالیې وزارت په مالي ملاتړ د ۴۷ میلیونه افغانیو په لګښت او ۶۳ نورې پروژې د موسسو په مالي ملاتړ د څه باندې ۶۷ میلیونه افغانۍ پلې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. رشیدي زیاته کړې چې په یادو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، استنادي دېوالونو، د اوبو رسولو شبکې جوړول، د ژورو څاګانوکیندل او د نورو پراخیتايي پروژو پلې کول شامل دي، چې د بغلان په ۱۵ اداري واحدونو کې پلې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.