کرونا چې اوس د نړۍ ټولو هېوادونو ته خپره شوې ده او په دې وروستیو کې یې د مخنیوي هڅې هم په چټکۍ روانې دي، ټاکل شوې ده نن د اووه سترو صنعتي هېوادونو (جي اووه) مشران هم د یادې ناوړه ناروغۍ د مخنیوي پر اقداماتو خبرې اترې وکړي. د سپینې ماڼۍ په وینا، دا غونډه به د ټلفون له لارې تر سره شي او د جي اووه هېوادونو مشران به دې یادې ناروغۍ د مخینوي پر اقداماتو مفصلې خبرې اترې وکړي. اووه سترو صنعتي هېوادونو کې متحده ایالات، فرانسه، جرمني، انګلستان، ایټالیا، کاناډا او جاپان شامل دي. د وروستیو راپورونو له مخې، دغې ناروغۍ تر اوسه په ټوله نړۍ کې شپږ نیم زره کسان وژلي او تر ۱۷۰ زره ډېر نور ورباندې اخته شوي دي.