د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د ۱۰۲ لرغونو سکو د قاچاق مخه نیول شوې ده. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر عبدالولي بشرمل ویلي، چې د دغه ولایت په شاه جوۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۲ لرغونو سکو د قاچاق مخه نیول شوې او یادې سکې د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل شوې دي. د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ هم په شاه جوی ولسوالۍ کې د یوې مجسمې د قاچاق مخه هم نیول شوې وه.