د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د کرنې او مالدارۍ محصولاتو ۳۱م نندارتون کې وویل، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه له لوري د هېواد صاداراتي چارو کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د صادراتي مرکزونو جوړولو امر صادر شوی او ټاکل شوې د شپږو مرکزونو چارې ډیر ژر پیل شي. عزیزي زیاته کړه؛ دغه مرکزونه به په یخچالونو، سکنرونو او نورو اړینو وسایلو سمبال وي. دغه نندارتون ته د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر وویل؛ د هېواد بزګران په اوسنۍ نړۍ کې له شته پرمختللو کرنیزو معیارونو وروسته پاتې دي. نوموړي زیاته کړه؛ د سرپرست حکومت مسوولینو د پاملرنې له امله د هېواد کرنیز محصولات د ښهوالي په لور روان دي.