د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې ویلي، چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي سایتونو د ځای پرځای کولو بهیر دوام لري. د دغې ادارې د ویاند په وینا، په بېلابېلو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د کیفیت او قیمت تر څارنې لاندی دی او د شبکو د عوایدو په تحلیل سره په نظر کې لري چې د مخابراتي خدماتو بیه راټیته کړي. د مخابراتي او انترنټي خدماتو ټیټ کیفیت او لوړه بیه تل د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو له نیوکو سره مخ شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د یوې شبکې د پېرودونکو تر منځ د یوې دقیقې ټیلیفوني اړیکې بیه ۱.۸۵ افغانۍ او له یوې مخابراتي شبکې بلې شبکې ته ۲.۲ افغانۍ او د یو جي بي انټرنیټ بیه ۱۱۰ افغانۍ ټاکل شوې وه.