د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف د شانګهای همکاریو سرمشریزه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر یوه ټیکاو لرونکي افغانستان ټینګار وکړ. اعلامیه کاږي، چې د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د یوه سیمه ییز ګاونډي په توګه باثباته ټولنیز-اقتصادي افغانستان چې سوداګریز او ټرانزیټي لارې پرې هم دي، د ټولو لپاره ګټور دی. شریف په دغه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې نړۍواله ټولنه باید د بشري ناورین او اقتصادي پاشل کېدو د مخنیوي په موخه د افغانستان له سرپرست حکومته ملاتړ وکړي او له نړۍوالې ټولنې سره د بیا یوځای کېدو لپاره یې لازم تدابیر ونیسي.