د ایران په بلوچستان او سیستان کې د دغه هیواد سرحدي قوماندان د پوله ساتو ځواکونو له خوا پر افغان کډوالو د ډزو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي دي. رضا شجاعي دغه را پورونه پروپاګند بللی دی. نوموړي د دې پېښې د قربانیانو خپاره شوي انځورونه «منفي تصویر» ښودنه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف نښه بللې ده. تر دې وړاندې په افغانستان کې د ایران سفیر او استازي حسن کاظمي قمي هم د پاکستان او ایران پر پوله د «کلګان» په سیمه کې د افغان کډوالو د ویشتلو خبر رد کړی و. د سرپرست حکومت چارواکو ویلي، چې دوی د دې پېښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې پرون د حالوش سازمان د ایراني پولهساتو ځواکونو له خوا د شاوخوا ۲۰۰ افغان کډوالو د وژل کېدو خبر ورکړی و.