د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ( یو این ایچ سي ار) په خپل تازه خپاره کړي راپور کې لیکلي، چې د روان زېږدیز کال په لومړۍ نیمايي کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۵۷۴ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د راپور له مخې په دې موده کې له پاکستانه ١٥٦زره او له ايرانه ۴۱۸زره کډوال هېواد ته راغلي دي. په راپور کې راغلي چې ایران او پاکستان دا مهال د څه باندې اته میلیونه افغان کډوالو کوربتوب کوي. یاد نړیوال سازمان وایي، چې افغانان سږ کال د نړۍ د کډوالو تر ټولو ډېر نفوس لري، چې د سوریې له وګړو هم مخته شوي دي.