د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره جرمني د لس میلیونه یورو مرسته کړې ده. اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغو دوامداره مرستو سره به په افغانستان کې د زرګونو کسانو ژوند وِژغورل شي. اوچا د پنجشنبې په ورځ په خپله رسمي پاڼه کې له افغانستان سره د جرمني د دې اضافي مرستو مننه هم کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې دې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې ۱۲،۴ میلیونه وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري.