د لومړي ځل لپاره پرون په کابل کې د کڼو او ګونګیانو عمليات په برياليتوب ترسره شول. دغه عمليات په سيټي معالجوي روغتون کې د يو افغان متخصص ډاکټر نجيب الرحمن حنیف له لوري ترسره شول چې له دې وروسته به هېوادوال دې ته اړ نشي په دې برخه کې له هېواده بهر د درملنې لپاره لاړ شي. ډاکټر نجيب الرحمن حنیف د یادو عملیاتو د ترسره کولو پر مهالله اړوندو دولتي ادارو او خیریه بنسټونو څخه وغوښتل چې په هېواد کې د کڼو او ګونګیانو د درملنې په برخه کې د هغوی له کورنیو سره مرسته وکړي، ځکه د اورېدولو آلو پر نصبولو ډېر لګښت راځي چې ممکن هغوی یې وس ونلري. حنیف دغه راز، یاد عملیات بریالي وبلل او له هېوادوالو څخه یې وغوښتل؛ که چېرې یې ماشومان په دغه شان معیوبت اخته وي؛ باید له پنځه کلني څخه مخکې ډاکټر ته بیايي او درملنه یې وکړي.