د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت د برېښنا تولید د اقتصادې ودې لپاره اساسي عنصر بولي او وايي، سرپرست حکومت دې برخه کې د پانګونې د جذب لپاره جدي هڅې پيل کړې دي. اقتصادي معاونیت ویلي، هڅه یې داده چې د برېښنا د تولید په سکټور کې د دولت او دولت ترمنځ د قراردادونو، عامه او خصوصي مشارکت او مستقیمې پانګونې له لارې پانګونې ته زمینه برابره کړي. یادې ادارې زیاته کړې، سرپرست د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی او هڅه کوي د کورنیو پانګوالو د جلب ترڅنګ بهرني پانګوال هم پانګونې ته وهڅوي. په ورته مهال کارپوهان په دې باور دي، چې افغانستان د پراخو طبیعي زېرمو په لرلو سره په سیمه کې د برېښنا د تولید په مرکز بدلېدلی شي.