د سره صلیب یوه مشره وايي، ځمکني ماینونه او ناچاوده توکي لا هم په افغانستان کې د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره یو دوامداره ګواښ دی. په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د استازولۍ مشرې کاټرینا ریتځ پرون پر خپله ایکسپاڼه دا معلومات خپاره کړي. هغې د نازیې په نوم د یوې کوچنۍ افغانې نجلۍ عکس هم خپور کړی، چې تازه مصنوعي پښه ورته لګول شوې ده. مېرمن ریتځ لیکلي، نازیې د یوه ماین په چاودنه کې یوه پښه له لاسه ورکړې او په وروستیو کې د سره صلیب د فزیکي توانمندۍ په یوه مرکز کې ورته مصنوعي پښه لګول شوې ده.