د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال په کابل کې د یوه سوداګریز مارکېټ د پرانېستې په مراسمو کې ویلي، سرپرست حکومت هڅې کوي چې، له کورنیو سرچینو په ګټنې افغانستان د انرژۍ تولید په برخه کې پر ځان بسیا کړي. نوموړي هېواد کې د بنسټیزو پروژو ته په اشارې له هېوادوالو وغوښتل چې، د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره له سرپرست حکومت سره همکاري وکړي. د نوموړي په خبره، په حکومتي ادارو کې د بډې ورکړه او اداري فساد لمنځه تللی او دمګړۍ په هېواد کې پانګونو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي. هغه د خپلو څرګندونو په بله برخه کې وايي، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره د اوبو مدیریت، د واټونو، لویو لاریو او حلقوي واټونو د جوړولو په برخو کې بېلابېلې پروژې پیل کړې دي.