سږکال د لرګیو بیې لوړې شوي؛ خو د ډبرو سکرو بیه بیا راټيټه شوې ده. د لرګیو د پلورونکو ټولنه وایي، د ډبرو سکرو د هر ټن بیه کې نږدې زر افغانۍ کمه شوې ده. له دې سره سم، د کابل یو شمېر اوسېدونکي د اقتصادي ستونزو له امله له اړوندو مسوولینو غواړي چې، د لرګیو بیې هم راټيټې کړي. دوی وایي چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای په دې بیه د ژمي لپاره لرګي او د د ډبرو سکاره وپېري. د لرګیو پلورونکو ټولنې د مسوولینو په خبره یو خروار لرګي په بازارونو کې ۱۳ زره افغانۍ دي چې د تېر کال پر تله په بیو کې درې زره افغانۍ زیاتوالی راغلی.