د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدين عزيزي وايي د تېر ۲۰۲۳ کال له اګست څخه د سږکال تر همدې میاشتې قزاقستان ته د افغانستان صادرات ۱۲۰ سلنه زیات شوي، نو ځکه ورته له دغه هېواد سره د راکړې ورکړې پراخول مهم دي. د هغه په مشرۍ د سرپرست حکومت او خصوصي سکټور یو ګډ پلاوی، پرون د قزاقستان الماتا ښار ته رسېدلی چې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیزي. عزیزي تر روانېدو مخکې د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل، په پلاوي کې ورسره شاوخوا ۲۵۰ افغان سوداګر دي او د افغان قزاق دویمه ټولګه د قزاقستان په الماتا ښار کې د څلورو ورځو لپاره ترسره کوي. په دغه نندارتون کې به د افغانستان غالۍ، قیمتي ډبرې او نور صادرېدونکي توکي وي. عزیزي زیاته کړه هڅه کوي بانکي اړیکې هم ښې کړي او د باکیفیته انټرنټ د ترلاسه کولو قراردادونو ته هم لار هواره کړي.