د بامیانو ځايي مسوولینو د یاد ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړېدو خبر ورکړی دی. د بامیان ولایت د سیغان ولسوالۍ په امرود او پیشنګ کلیو کې د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ د ۹ میلیونه ۵۹۷ زره ۹۰۸ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د نوموړي په وینا د دغو پروژو په بشپړېدو سره ۳ جوماتونو، یوه ښوونځي، یوه روغتیايي مرکز او ۵۱۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د سیمې اوسېدونکي د یادو شبکو په پلې کېدو خوښي ښودلې او له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلې کولو غوښتنه کوي.