د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د کابل – لوګر پر لویه لار د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله لس تنه ټپیان شوي دي. د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت ویلي، چې پرون د مرکز پلعلم ښار اړوند په خواجه محمداکبر سیمه کې دوو ټوډي او دوو سراچه موټرو ټکر کړی دی. په دې پېښه کې اته کسان ټپیان شوي دي. د ولایتي مسوولینو په خبره دویمه پېښه د کابل – لوګر پر لویه لار د کلنګار سیمه کې د یوې ریکشا او سراچه موټر د ټکر له امله شوې. په دې پېښه کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان ټپیان شوي دي. د یادو ترافیکي پېښو د ځینې ټپيانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی او د ښې درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي. د دغو پېښو لامل دموټر چلوونکو ګړندی تګ او بې احتیاطي په ګوته شوې ده.