د المان لومړي وزیر اولاف شولټز ویلي، چې له دغه هېواده به د مجرمو افغان کډوالو ایستلو ته دوام ورکړي. اولاف شولټز ویلي، دغه یوه ننګونکې چاره وه خو په خبره یې، په بریالۍ توګه یې پیل کړه. د نوموړي په خبره، المان کې پر بېلابېلو جرمونو تورن سوریایي کډوال هم خپل هېواد ته ستنوي.