د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز دویمه ناحیه کې د یوه سړک د جوړولو چارې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه سړک د (یو این او پي ایس) موسسې په مالي ملاتړ د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې ۱۴۰۰متره اوږدوالی او ۶ متره سور سره لري. د یاد ولایت ځایي مسوولین وايي، چې په دې رغنیزه پروژه کې د یاد سړک د جوړولو ترڅنګ د ۲۰۰ متره په اوږدوالي سره د ویالو جوړولو چارې هم شاملي دي، چې د یوې میاشتې په موده کې به بشپړې شي.