د ننګرهار ولایت د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د جلال اباد ښار اړوند په ۹ ناحیه کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲ سړکونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د دې سړکونو د جوړولو ترڅنګ د ۲ کیلو متره په اوږدوالي سره د ویالو جوړولو او سنګ کاري چارې هم شاملې دي، چې د څلورو میاشتو په موده کې پای ته ورسېږي. د یادولو وړده، چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره د جلال آباد ښار اړوند په ټولو ناحیو کې ۱۲۰ نورې پروژې پلې شوي، چې په کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.