د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر او په کابل کې د چین سفیر په بامیانو ولایت کې د لمریزې برېښنا پروژې له سیمې څخه لیدنه کړې ده. د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ د اوبو او انرژۍ سرپرست سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د دغې لیدنې موخه، د یادې پروژې د پلي کولو لپاره د زمینې برابرول بللي او ویلي یې دي چې په بامیانو کې د لمریزې برېښنا پروژې لومړني مطالعات مخکې ترسره شوې دي او ټاکل شوې دغه پروژه د چین په بلاعوضه مرسته پلې شي. په ورته مهال، په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د دغې پروژې پلې کولو ته ژمن دی. د لمریزې برېښنا یاده پروژه به د ۲۰ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا ولري چې په پلې کېدو سره به یې برېښنا ته د لاسرسي په برخه کې د بامیانو خلکو ستونزې تر ډېره بریده هوارې شي.