د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت ویلي، روان کال یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۵ سترو اقتصادي پروژو چارې پیل کړې دي. د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې په دغو پروژو کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې عملي چارو پیل، طوطي میدان ګازو استخراج، هرات – غور سړک، کابل – غزني دویم لین سړک، د کابل ښار یو شمېر مهم سړکونه، د پاشدان بند پاتې چارو پیل، کابل هوایي ډګر کې د معیاري انتظار خونې جوړولو چارو پیل او پر پلتوني بند د کار پیلول شامل دي. همداراز په همدې موده کې د اغا جان بند جوړول، د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ څلورمې دویمې برخې پیل، مس عینک پروژې ته غځېدلي سړک جوړول، ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د سکنرونو نصبول، ۲۳ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه او د ارغندۍ سب سټېشن د پاتې چارو پراختیا نورې هغه پروژې دي چې روان کال یې چارې پیل شوې دي. سرچینې ویلي، دغه پروژې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د سرپرست حکومت په پراختیایي بودجه پیل شوې، چې لسګونو زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.