په کندهار کې د سنو فارما درملو فابريکې مسوولين وايې، چې د روان کال تر پايه به د درملو توليدات تر ۱۷۰ قلمه ورسوي. د يادې کارخونې مسوولین، وایي، دمګړۍ شاوخوا ۱۵۰ قلمه درمل جوړوي، چي شربت، ټابليت او کپسول په کې شامل دي. د یادې فابریکې رییس وايي، اوسمهال یې د هېواد ۹۰ سلنه برخه له خپلو درملو برخمنه کړې او پلان لري، چې افغانستان د درملو په برخه کې پر ځان بسیا کړي. نوموړی وايي، دامهال په ټول هېواد کې تر ۴۰۰ کسان په کار ګومارلي. د یادې کارخونې کار کوونکي وايي، دوی یوازې په کارخونه کې تر ۳۰۰ کسان کار کوي، چې له همدې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي. د کندهار د صنایعو خونې مسوولین هم د سنو فارما فابریکه د باکیفیته درملو لپاره ښه مرکز ګڼي.