د افغانستان او قزاقستان پلاویو د سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ او کانونو په تړاو خبرې کړې دي. د افغانستان او قزاقستان د دوه اړخیزو غونډو په دوام د دواړو هېوادونو پلاویو په بېلابېلو پنلونو کې په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړې. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د دواړو هېوادونو پلاویو د سوداګرۍ، ترانزیټ او حمل او نقل په پنل کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د قزاقستان له لارې د افغانستان او چین ترمنځ د ترانزیټي لارو د زیاتوالي، د حمل او نقل په سکتور کې د اسانتیا را منځ ته کولو او د ریل پټلۍ له لارې په لېږد را لېږد کې د تعرفې په کموالي خبرې شوې. یاد وزارت زیاته کړې؛ دغه پلاویو د انرژۍ او کانونو په پنل کې د کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې د قزاقستان د ظرفیت په تړاو او په افغانستان کې د شته امکاناتو او ګډې همکارۍ په اړه خبرې کړې. د یاد وزارت په وینا؛ دې غونډو کې قزاقستاني پانګوالو د افغانستان په کانونو پانګونې ته چمتووالی ښودلی او افغان پلاوي قزاقستاني لوري ته بلنه ورکړې څو افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونه وګوري.