د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د افغانستان د دولتي او خصوصي سکتور ګډ پلاوي د قزاقستان د صدارعظم مرستیال سریک ژومانګارین په مشري د دې هېواد له دولتي پلاوي سره دوه اړخیزه ناسته کړې. دې ناسته کې نورالدین عزیزي د قزاقستان په الماتا ښار کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو لپاره د ننداتون او د دواړو هېوادو ترمنځ د سوداګریز تواصل کنفرانس پرانیستلو برخه کې د دې هېواد هڅې ستایلي او ویلي یې دي، چې د سوداګرۍ پراختیا لپاره دغه ډول پروګرامونه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا ښکارندويي کوي. دغه راز دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د سوداګرۍ کچې لوړولو، د ګډې پانګونې جلبولو، د ترانزیت او صادراتو د حمل او نقل، ترانسپورت، بانکي موضوعاتو، د ویزې په صادرولو کې د اسانتیا رامنځ ته کولو په موخه د تخنیکي او فرعي کمیټو په جوړېدو خبرې شوې.