د پلخمري ښاروالۍ مسولین وايي، چې د خپلو پراخو او چټکو هڅو په پایله کې یې د روان کال په تېرو دوه ربعو کې ۵۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د پلخمري ښاروال عبدالطیف مظلوم وايي چې د پلخمري ښاروالۍ په دوه ربعو کې ۵۸ میلیونه افغانۍ له بېلابېلو عوایدي برخو څخه راټول کړي او هڅې دادي څو د عوایدو کچه نوره هم لوړه شي. مظلوم زیاته کړه چې د پلخمري ښاروالۍ ریاست د عوایدو د لوړولو په موخه چټکې هلې ځلې کوي او تمه یې داده چې د روان کال په درېیمه ربعه کې به تر اولې او دویم زیات عواید راټول کړي. مسوولین وايي، چې دغه عواید یې د ملکیتونو د کرايي، ښاري او صفايي او ځینو نورو برخو څخه راټول کړي دي.